ایکنانیوز د qna.org.qa په حواله راپور راکوي، د قطر قرآني بوستان (قرآني نباتاتي باغ) دغه نیالګي د دغه مرکز د لیدلوري پر بنسټ وېشلي، څو ځاي ځنګلي نباتات زیات کړي، د قطر د شنې فضا پوښښ پراخ کړي او د ځاي ډولونو ساتنه پیاوړې کړي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې په وېشل شوي ډولون کې !
عناب، یا سینځیل
اقاقیا
غاف
کَرت
چریش
او
کُندر شامل دي .
دا ټول په د نیالګیو د ساتنې په کوټو کې د دقیقو علمي تخنیکونو له لارې د قطر د نباتي جنیټیک د ملي امانت د ساتنې په موخه تولید شوي دي
د قطر د چاپېریال او آب وهوا د بدلون وزارت د دې پروګرام له مهمو شریکانو څخه دی، او قرآني بوستان له دغه وزارت سره د قطر د څړځایونو د بیا احیاء او د ملي ځنګل لګونې د پروګرامونو د ملاتړ په برخې کې کار کوي.
د قرآني بوستان دا هڅې د یو لوي کمپاین برخې دي چې موخه ئې د دې لسیزې په ترڅ کې د قطر د سرې میاشتې ادارې سره په ګډه ۲.۵ میلیونه نیالګي کرلي او ویشلي دي . دا نوښت د قطر د حکومت د هغې ژمنې برخه ده چې غواړي ۱۰ میلیونه نیالګي وکاري ، د ۲۰۳۰ کال ملي لیدلوري د چاپېریالي اهدافو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې د پروګرامونو په ملاتړ.
د قطر د قرآني بوستان مدیرې، فاطمه بنت صالح الخلیفي، وویل؛ مونږ باور لرو چې د چاپېریال ساتنه یوازې د ادارو دنده نه ده؛ دا یو فرهنګ دی چې باید د خلکو په چلند او ټولنیز ژوند کې بنسټ ولري. بېشکه چې د دغو ونو وېش خلکو ته عملي بلنه ده چې د قطر د طبیعت په بیا رغونې او د چاپېریال د میراث په ساتنې کې برخه واخلي.
هغې زیاته کړه:قرآني بوستان به د قطر د شنو ساحو د پراختیا او د چاپېریال د پوهاوي د لوړولو هڅې ته دوام ورکړي؛ داسې پوهاوی چې له قرآني ارزښتونو سرچینه اخلي او د ځمکې ابادۍ ته بلنه ورکوي.»
یباید ووئيل شي،چې د قطر قرآني بوستان د حمد بن خلیفه پوهنتون یوه څانګه ده او پکې کابو ۳ میلیونه بڼوال تخمونه ساتل کېږي — داسې ډولونه چې کم ساري دي، ځاي بوټي دي یا په قرآن او نبوي روایتونو کې ذکر شوي دي — او په پرمختللو مرکزونو کې د څو لسیزو لپاره د ساتلو ظرفیت لري.
https://iqna.ir/fa/news/4317158